د اسپانیا سمندري ژغورندويه خدمتونه: څه باندې ۴۰۰ کډوال ژغورل شوي
دوی د افریقا له شماله د مدیترانې سمندرګي له لارې اروپا ته روان وو.
د دې ادارې په خبره ژغورندویه بېړیو پرون یکشنبه ۱۱۵ کډوال چې په ۵ واړو کښتیو کې سپاره وو، په جبلالطارق تنګي کې وژغورل.
د یکشنبې په ورځ ژغورندویه ډلو ۲۹۳ کډوال چې په ۹ کښتیو کې سپاره وو، ژغورلي دي.
اسپانیا تر یونان او ایټالیا وروسته د هغو کډوالو تر ټولو له ګڼې ګوڼې ډک هېواد دی چې له ټرانزیتي لارو اروپا ته ځانونه رسوي.
لسګونه زره افریقايي کډوال د قاچاقبرانو په وړو کښتیو کې له مدیترانې سمندرګي تېرېږي او په سختو لارو اروپايي هېوادونو ته رسېږي.
اکثر دا کښتۍ مناسبې نهدي او زرګونه کسانیې په سمندر لاهو کړي.
د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د شمېرو لهمخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د سمندر له لارې نږدې ۲۲ نیم زره کسان اسپانیا ته رسېدلي.
په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دا شمېر درې برابره کم وو.