په جرمني کې د ښي اړخي ګوند پلویانو د مېرکل پر ضد مظاهره وکړه
په مظاهرو کې د مېرکل مخالفین پنځه زره او د مظاهرو پر ضد د هغې راپورته شوي پلویان ۲۵ زره ښودل شوي وو.
د تاوتریخوالو او ځینو ځورونو راپورونه ورکړل شوي وو او ورسره دوه زره پولیس هم د وضعیت د کنټرول لپاره مؤظف کړای شوي وو.
د کډوالو او اسلام ضد ښي اړخي الټرناټیف ګوند د جرمني د تېر کال په ټاکنو کې ۱۲.۶ فیصده رأیې وګټلې.
دا ګوند اوس وخت د جرمني په پارلمان کې له څلورو لویو ګوندونو یو شمېرل کېږي.