په کوټه کې دوه پولیس او دوه وسلهوال ووژل شول
چارواکو ویلي دي چې په سارکي سرک پر موټرسایکل سپرو وسلهوالو پر پولیسو ډزې وکړې چې دوه افسرانيې ووژل.
د سیمې د پولیسو یوه مشر عبدالرزاق چیمه وویل، د پېښې ځای ته د نورو پولیسو په رسېدو دواړه برید کوونکي هم ووژل شول.
په همدې حال کې د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي وزیر د وسلهوالو په اړه د معلوماتو په بدل کې د یو میلیون کلدارو جایزه اعلان کړې ده.
تر اوسه پورې کومې ډلې د کوټې د پروني برید مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.