د چین په ختیځ سمندرګي کې د یوې کښتۍ د اور وژنې هڅې وځنډول شوې
په دغه کښتۍ کې له پنځو ورځو راهیسې اوربل دی او ۳۱ عمله یې تراوسه ترۍ تم ده.
د چین د ترانسپورت وزارت وویل چاودنه پرون هغه وخت وشوه چې ژغورونکو ډلو د اور وژلو لپاره اوبه شیندلې.
چارواکي دې ته هیله من دي چې ښایي د دې کښتۍ د عملې یوشمېر غړي ژوندي ومومي، خو دوی دا هم وایي چې په دغه کښتۍ کې بل شوی اور ښایي یوه میاشت دوام وکړي.
تراوسه د یوه کس مړی موندل شوی.
دغې کښتۍ چې د جنوري په شپږمه یې د شانګهای سواحلو ته نېږدې له یوې باروړونکي چینایي کښتۍ سره ټکر کړی، د تېلو د خورېدو له امله یې د چاپېریال د ککړتیا د یوه ناورین خطر زیات کړی دی.