د ولسمشر غني په لارښونه د معاشونو د لوړوالي په طرحه کار کېږي
د افغانستان مالیې وزارت وايي، د جمهوري ریاست له لارښونې سره سم د معاشونو د لوړوالي د امکان په اړه یوه ګډه کمېټه کار کوي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ولسمشر درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه او مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته يې د طرحې برابرولو دنده وسپارله.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ښوونکو په ګډون د نورو دولتي کارکوونکو د تنخواګانو زیاتوالی او برابري هغه مشروع غوښتنه ده، چې د مالي امکاناتو له روښانه او عملي مالي تحلیل پرته یې پوره کول ناشوني دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسي جرګې په معاشونو کې د ناانډولۍ له کبله دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې طرحه رد کړه.
د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په اړه د ولسي جرګې د درنو استازو د وړاندیزونو قدرداني کوي.