د بشري حقونو کمېسیون: شینډنډ کې د ناټو برید ۱۵ ملکیان وژلي وو
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویلي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت د ځواکونو په هوايي حمله کې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي ول چې درې کوچنیان او درې ښځې هم پهکې وو.
حمله د جنورۍ په اتمه، د شینډنډ ولسوالۍ په پایکش سیمه کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه پناه ځاي شوې وه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون په افغانستان کې پر حکومت او بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو مصونیت ته پام وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی څرګند کړی.
په هرات کې سیمهییزو چارواکو دوه اوونۍ وړاندې تأیید کړې وه چې په شینډنډ کې د بېپيلوټه الوتکې په برید کې د وسلهوالو طالبانو یو مشر ننګیالی وژل شوی و.