تاجکستان د اخوان المسلمین د غړیتوب په شک ۲۷ کسان نیولي
تاجکستان پولیسو ویلي، ۲۷ کسان یې د اخوان المسلمین په ډله کې د فعالیت په شک چې په دې هېواد کې پرې بندیز لګیدلی دی، نیولي دي. په تاجکستان په پلازمینې دوشنبه کې د پولیسو سرچینو ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دا کسان تیره اوونۍ په پلازمېنې او د سغد او ختلان په ښارونو کې نیول شوي چې په کې محصلین، ملایان او سیمه ییز چارواکي شامل دي. د تاجکستان پولیسو ویلي، تر اوسه په نیول شویو کسانو رسمي تورونه نه دي پورې شوي، ولې څیړنې دوام لري. د پولیسو په وینا له مشکوکو کسانو څخه د تحقیقاتو په پایله کې ښايي نور کسان هم ونیول شي. Читать дальше...