بدخشان کې واورو ښوئیدنې ۳ کسان وژلي
په بدخشان ولایت کې برفکوچ درې کسان وژلي دي.
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شپه د راغستان ولسوالۍ په خمبیل او پطیر سیمو کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي.
ښاغلی احمدي وايي چې د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې یو شمېر کسان چې تر واورو لاندې ټپیان شوي وو، هم ژغورل شوي او د ولسوالۍ کلینیک ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.