نصرت حقپرست په یو اېف سي کې خپله لوبه پر ډن هوکر وبایلوده
د رزمي لوبو وتلي افغان لوبغاړي نصرت حقپرست د رزمي لوبو د تر ټولو معتبره سازمان یو اېف سي په ۲۶۶ دور کې نن سهار وختي له اسټرالیايي لوبغاړي ډن هوکر سره چې د نړۍ اووم مقام لري ولوبېد.
د دوی لوبه د امریکا د لاس ویګاس په ټي ارینا کې وشوه چې زرګونه ننداره چیان هم ورته ناست وو.
حقپرست د درېیو راونډونو په پایله کې د ځینو نومرو په تفاوت لوبه وبایلوده خو له لوبې وروسته یې ټېنګار وکړ چې ژر به لاغښتلی راستنیږي.
حقپرست چې دوه اوونۍ مخکې یې مور وفات شوې وه ویلي چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې لوبه وکړه.
نصرت حقپرست چې د یو اېف سي په سازمان کې لوبیږي د دیارلسو بریاوو او څلورو ماتو ریکارډ لري.