د ننګرهار والي: پېښور کې د افغان طالبانو ۲ قوماندانان وژل شوي
د ننګرهار والي وايي، د وسله والو طالبانو یو مهم نظامي قوماندان په پېښور کې وژل شوی.
ضیاالحق امرخېل دا خبره دوشنبه (د وري ۳۰مه) ماښام په یوه بیان کې کړې ده.
هغه زیاته کړې، د ننګرهار لپاره د طالبانو دا نظامي قوماندان مولوي نېک محمد رهبر رهبرمل و چې دوشنبه ناوخته پرې د پېښور حاجي کمپ سیمه کې برید شوی.
امرخېل دا هم ویلي چې د مولوي نیک محمد په وژنې سربېره بریدګرو د هغه دوه ملګري چې یو یې د ښاري شبکې مسوول عزیزالله مشهور په مصطفی و ټپیان کړي دي.
په افغانستان کې ګڼو رسنیو راپور ورکړی چې مولوي نیک محمد د ننګرهار لپاره د طالبانو نظامي قوماندان و او عزیزالله هم چې په مصطفی مشهور و په ننګرهار کې د دې ډلې د استخباراتو ښاري شبکه رهبري کوله.
وسله والو طالبانو تر دې دمه دا خبره رد یا تایید کړې نه ده.
لا معلومه نه چې پر دغو طالبانو چا برید کړی او نه یې کومې ډلې مسوولیت په غاړه اخېستی.