ننګرهار کې د صابون جوړولو ۶ فابریکې فعالیت کوي
په ننګرهار ولايت کې د صابون جوړولو کار د پراختيا په حال کې دی چې سلګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنعت رئیس محمد حسن محسن نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې سره د جامو او ځان وینځلو د صابون ۶ فابریکې فعالیت کوي چې سلګونه کسانو ته په کې کاري زمینې برابرې شوي او د هېواد ټولو ولایتونو ته په ښه کیفیت صادرات لري.
ښاغلی محسن وایي، ټاکل شوې په دې ولایت کې دوه نورې فابریکې هم فعاله شي چې د برېښنا او ځای اړوند ستونزو په هواري به د ولایتونو سربېره نورو هېوادونو ته هم صادرات وکړي .