هانګ کانګ کې درې فعالان په بند محکوم شول
په هانګ کانګ کې درې دیموکراسۍ پلوه فعالان نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۲مه) په بند محکوم شول.
دوی کې دوه نارینه او یوه ښځه شامل دي چې نومونه یې جوشوا وانګ، ایوان لم او اګنس چاو یاد شوي دي.
پر دوی دا تور پورې و چې تېرکال یې د حکومت ضد هغه اعتراض کې ګډون کړی و چې اجازه یې نه درلوده.
دغو فعالانو کې یو په ۱۳ نیم میاشتو، بل په لسو میاشتو او بل په ۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.
چین د هانګ کانګ پر نیمه خپلواکۍ خپل کنټرول پراخ کړی، حال دا چې تېرکال یې پر ضد څو میاشتې مظاهرې وشوې او کله نا کله په تاوتریخوالي هم اوښتې.