په افغانستان کې په بد چلند تورن استرالیايي سرتیري ښایي له دندې لیري شي
د استرالیا یوه لوړپوړي نظامي چارواکي ویلي چې د دې هیواد هغه سرتیري چې په افغانستان کې له ۳۹ ملکیانو او زندانیانو سره په ناوړه چلند تورن دي، ښايي له پوځه وایستل شي. استرالیا له دې قضیې سره په تړاو له افغانانو بخښنه غوښتلې ده. نور په دې راپور کې وګورئ او له ملګرو سره یې شریک کړئ.