چارواکي: په تخار کې ۱۰ تنه په بېلابېلو جرمونو نيول شوي
د تخار د ملي امنیت اداره وايي چې ۱۰ تنه یې د وسله والو غلاوو، قتلونو او د وسلو د خرڅلاو په تور نیولي دي.
د تخار د والي ویاند محمدجواد هجري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د تخار د ملي امنیت د ریاست موظفانو په تالقان ښار کې په درېيو اوپراتیفي عملیاتو کې دا کسان نیولي دي."
ده دا هم وویل چې له نیول شوېو کسانو څخه یو موټر، یو کلاشینکوف او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي او ضبط شوي دي.