د ترکیې یوې محکمې د پوځ ۳۳۷ غړي په عمرقید محکوم کړل
د ترکیې یوې محکمې د پېلوټانو او قوماندانانو په ګډون د پوځ ۳۳۷ غړي په عمرقید محکوم کړل.
محکمې دا کسان د ۲۰۱۶ میلادي کال په جولای کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ضد په خونړۍ کودتا کې په لاس لرلو مجرم وپېژندل.
دا محاکمه په ۲۰۱۷ میلادي کال پیل شوې وه او تر ډېره د یې د هغو پوځیانو دوسیې وڅېړلې چې د انقرې په اکینچي هوايي اډه کې دېره وو.
ترک چارواکي دا اډه د کودتا اصلي سرچینه ګڼي.
د دوی د محاکمې په مهال په محکمه او پلازمېنه انقره کې سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو.