کندهار چارواکي: هوايي ډګر کې مسافرو ته اسانتیاوې په بشپړېدو دي
د کندهار چارواکي وایي، د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر کې مسافرو او د هغوی ښه راغلاست ویوونکو ته لازمې اسانتیاوې د بشپړېدو په حال کې دي.
د کندهار د ولایت د مطبوعاتي دفتر مسؤل احمد بهیر احمدي تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "له تېرو څو میاشتو راهیسې د احمدشاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې د مسافرو او د هغوی د ښه راغلاست ویونکو لپاره د ټرانسپورټ، هلته د رسټورانټ، د جومات، تشنابونو او د موټرو د تم ځای او همدارنګه د میدان داخل ته له موټرو سره د اجازې ورکولو اړوند لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه د ولایتي ادارې هڅې پیل شوې دي."
پرون چهارشنبې هم د احمدشاه بابا په نړیوال هوایي ډګر کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ملاتړ د ماموریت د سلاکارانو په ګډون د دې ولایت پوځي او ملکي مسولینو په یوه غونډه کې د رغونې چارې وارزولې، څو هر څومره ژر مسافرین په دې هوایي ډګر کې له لازمو اسانتیاوو برخمن شي.