هرات کې د اوبلن ګاز بيه ټیټه شوه
په هرات کې د اوبلن ګاز بيه ټیټه شوې ده.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد نن ازادي راډیو ته وويل چې دغه اقدام له مستهلکينو د ملاتړ کمېټې او له احتکار او ګران پلورنې سره د مبارزې کمېټې په هڅو ترسره شوی.
دغه کمېټه د هرات د والي د مرستيال تر مشرۍ لاندې فعاليت کوي.
ښاغلی فرهاد وایي، د اوبلن ګازو د واردوونکو خصوصي برخې له فعالينو سره په همغږۍ او تفاهم کې یې پرېکړه کړې چې يو کيلو اوبلن ګاز په ۴۰ افغانۍ وپلورل شي.
د اوبلن ګاز واردوونکو د خصوصي برخې فعالانو هم دغه پرېکړه تأييده کړې ده او اعلانیې کړی چې د خلکو د اړتيا وړ اوبلن ګاز به په ټاکلې بيه وړاندې کړي.