د چین – حیرتان د اورګاډي پټلۍ له لارې لېږد را لېږد درېدلی
د چین-حیرتان د اورګاډي پټلۍ له لارې سوداګریز لېږد رالېږد نهترسره کېږي.
د چین او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ له ګټې اخیستنې درې کاله تېرېږي او په پیل کې تمه وه چې د دغې پټلۍ په فعالېدو سره به د هېواد په شمال کې د پانګونې کچه لوړه شي، خو د شمال زون د سوداګرۍ او صنعت خونې مسئولان وايي چې د چین-حیرتان د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بیا بند شوی دی.
د شمال زون د سوداګرۍ او صنعت خونې مشر، ارش یونسي وايي چې له درېیو میاشتو راهیسې د چین او افغانستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ له لارې د توکو لېږد رالېږد په ټپه درېدلی دی.
د هغه په خبره چې د افغانستان د لېږدوونکو سوداګریزو توکو ټیټ کیفیت او د اورګاډي په وسیله د توکو د لېږد لوړې بیې، د چین او افغانستان ترمنځ د رېل له پټلۍ د توکو د لېږد رالېږد کچه صفر ته رسولې.
هغه په دې برخه کې افغان دولت هم ګرم بولي او زیاتوي: "مختلف عوامل سبب شوي چې د اورګاډي د پټلۍ له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د توکو لېږد رالېږد بند شي، افغان سوداګر د چین د ضرورت توکي نهشي مهیا کولای او همدارنګه چین د سبسایډي (بهر ته د سوداګریزو توکو د انتقال تخفیف) کچه هم د افغانستان په وړاندې کمه کړې ده."
یونسي زیاتوي چې د اورګاډي د پټلۍ څخه په استفادې د توکو لېږد چین او له هغه ځای څخه افغانستان ته ګران تمامېږي، نو په همدې دلیل سوداګر یا د هوا له لارې او یا هم د ګاونډي هېوادونو د سوداګریزو بندرونو له لارې راکړه ورکړه ترسره کوي.افغان سوداګر وايي چې د هېواد په تولیدي کارخانو کې د چین د اړتیا وړ توکو د نشتوالي په دلیل او همداراز د ګمرکي تعرفو د لوړوالي په خاطر هم دوی د اورګاډي د پټلۍ له لارې صادرات نهترسره کوي.