له چین وروسته ایران د کرونا وایروس له امله د وژل شویو ډېر شمېر لري
له چین بهر د کرونا وایروس له امله د وژل شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر په ایران کې ثبت شوی.
اته ایرانیان د دې وایروس له لاسه مړه شوي.
د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون د دغه هېواد دولتي ټلوېزیون ته وویل چې په کرونا وایروس باندې د اخته خلکو شمېر په ایران کې ۴۳ ته رسېدلی او په ۷۹۰ تنو نورو کسانو شک دی چې وایروس به نیولي وي.
په ایران کې د کرونا وایروس د پېښو په زیاتېدو د دغه هېواد لیرې او نږدې ګاونډیانو د خلکو په تګ راتګ بندیزونه لګولي.
افغانستان، پاکستان، ارمنستان له ایران سره خپلې پولې تړلي او ترکیې، اردن، عراق او ځینو نورو هېوادونو هم له ایرانه د مسافرو په تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.
کرونا وایروس چې له چین څخه نورې نړۍ ته خپور شوی تر اوسه ۲۳۰۰ کسان وژلی او پرې د اخته خلکو شمېر ۷۹ زره کسانو ته رسېدلی دی.