'فلسطیني تندلارو پر اسرائیل ۲۰ راکټونه توغولي'
د اسرائیل پوځ ویلي فلسطیني تُندلارو پرون د اسرائیل پر جنوب شااوخوا ۲۰ راکټونه توغولي دي.
د اسرائیل پوځ زیاته کړې تُندلارو وروسته له هغه دا کار کړی چې سرتېرو یې د اسرائیل غزې سرحدي دېوال ته نږدې یو مشکوک کس چې غوښتلیې بم کېږدي، هدف وګرځاوه.
پرته له دې چې د فلسطیني تُندلارو لهخوا د توغول شویو راکټونو له امله د مرګژوبلو جزئیات خپور شي د اسرائیل پوځ ویلي چې ۱۰ راکټونهیې په هوا کې د راکټ ضد سیستم په واسطه شنډ کړي دي.
دا په وروستیو څو میاشتو کې د اسرائیل په خاوره تر ټولو سختې حملې یادې شوي.