عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمېسیونونو غړي ممنوعالخروج کړي
د ملي یووالي حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله چې ټاکنو کې نهدی بریالی شوی، د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران، غړي او د دارالانشا رئیسان ممنوعالخروج اعلان کړي دي.
ښاغلي عبدالله په یوه لیکلي حکم کې له کورنیو چارو وزارته غوښتي چې دغو کسانو ته د سفر اجازه ورنهکړي او کنه هر ډول غفلت بهیې له بل قانوني اقدام سره مخ شي.
کورنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
ښاغلي عبدالله پرون وروسته تر دې چې ټاکنو کمېسیون د ده سر سخته سیال محمد اشرف غني منتخب ولسمشر اعلان کړ، د ټاکنو پایله رد او د خپل ټیم د بریا اعلانیې وکړ.
د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلینو له دې وړاندې ویلي، خپلې پرېکړې د نافذه قوانینو او د خلکو د رایو پر بنسټ کوي او د هېڅچا تر فشار لاندې نهدي.