د ژورنالېستانو خوندیتوب کمېټه د عزیز میمون وژونکو ته سزا غواړي
د ژورنالېستانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه چې د يوه ژورنالېست د وژنې عاملانو ته سزا ورکړي.
د عزيز ميمون مړى چې غاړهيې په مزو تړل شوې وه، تېره يکشنبه د سند ايالت په مهرپور سيمه کې وموندل شو.
په لومړنيو راپورونو کې ويل شوي وو چې دغه ژورنالېست اول خفک شوى، بيا يې مړى يوه کانال ته اچول شوى دی.
په نيويارک کې دېره د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې په خپله پرونۍ اعلاميه کې ويلي پهکار ده د دغه قتل په باب په چټکۍ عدالت تأمين شي.
د اعلاميې په حواله د پاکستان چارواکي په وار وار د خبريالانو په باب د عدالت په تأمين کې پاتې راغلي دي.
وژل شوي ژورنالېست کاوش ټلوېزيوني شبکې او کاوش ورځپاڼې ته کار کاوه چې په سندي ژبه خپرونې کوي.
د بېسرحده خبريالانو د ادارې په حواله، ميمون روان ميلادي کال لومړى ژورنالېست دى چې په پاکستان کې وژل کېږي.
دغه اداره وايي تېر کال څلور پاکستاني ژورنالېستان او بلاګګران د دوى د راپورونو په تړاو وژل شوي دي.