بغداد کې د امریکا سفارت ته څېرمه توغندي لګېدلي
د امريکا پوځي چارواکي وايي د عراق په پلازمېنه بغداد کې نن سهار وختي د امريکا سفارت ته څېرمه د امريکا په مشرۍ د ائتلاف پر يوه پوځي اډه څو توغندي لګېدلي دي.
دا لا معلومه نه ده، چې په دې راکټي حمله کې چا ته د سر او مال زيان اوښتى که څنګه؟
د امريکا د سفارت په انګړ کې د خبرداري زنګ وهل شوى او په دې اړه جزئيات نه شته چې دا څو توغندي وو.
د امريکا سفارت د هغې پوځي اډې څنګ ته پروت دى، چې پوځي ائتلاف يې کاروي.
د فرانسې خبري اژانس خبريالانو راپور ورکړى چې د څو توغنديو د چاودنو اوازونه يې اورېدلي دي.
وروسته په زرغونه ساحه کې چې کلک امنيتي تدابير يې دي، يوه الوتکه راڅرخېده.
واشنګټن په عراق کې د امريکا پر اهدافو په راکټي حملو کې هغه ملېشه دخيل بللي، چې ايران يې ملاتړ کوي.