افغانستان کې د بیمې سیستم د پراختیا هڅې
د افغانستان د مالیې وزارت په دغه هېواد کې د بیمې سیستم د پراختیا د ودې لپاره هلې ځلې پیل کړي دي.
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د مالیې وزارت د دغو هڅو په لړ کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د بیمې په چارو کې دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د نوموړي په خبره، د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیمې په چارو کې د معلوماتو او تجربو شریکول، د روزنیزو پروګرامونو له لارې د کارکوونکو مسلکي او تخنیکي وړتیا لوړول او په دواړو هیوادونو کې د بیمې سیستم د ودې لپاره پانګونې ته زمینه برابرول دي.