افغانستان د خپل افتخاري تابعیت لرونکي له جسد سره خدای پاماني وکړه
د جاپاني الاصله افغان تتسو ناکامورا جسد جاپان ته ولېږدول شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړو دولتي مراسمو کې د هغه تابوت ته اوږه ورکړه.
ښاغلي غني ژمنه وکړه، چې د ناکامورا وژونکي به د افغان امنیتي بنسټونو له خوا ونیول شي.