خلیلزاد د انتقالي حکومت د جوړولو په اړه د بحث راپورونه رد کړل
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي زلمي خلیلزاد هغه رپوټونه رد کړل چې د طالبانو له سیاسي استازو سره یې د "انتقالي حکومت " د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.
خلیلزاد پرون د اګست په څلرویشتمه پر ټوېټر ولیکل: لکه څرنګه چې د طالبانو ویاند ویلي، موږ د لنډمهالي حکومت په اړه نه یوو غږېدلي.
د العربیه فارسي خبري اژانس او د افغانستان ځينو کورنیو رسنیو د الجزیرې ټلویزیون په حواله داسې رپوټونه پرون خپاره کړي وو چې په دوحه کې د دواړ خواوو ترمنځ پر دې چې په افغانستان کې یو انتقالي حکومت جوړ شي، خبرې شوې دي.
خو خلیلزاد د دې خبر د رد ترڅنګ ولیکل: د حکومتدارۍ بحث د افغانانو دی، هغوی به په بین الافغاني خبرو کې پرېکړه ورباندې وکړي.
د وسله والو طالبانو ویاند هم پرون رد کړه چې د انتقالي حکومت په اړه بحث شوی دی.
خلیلزاد په دوحه کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د خبرو په نهم دور لګیا دی.
خلیلزاد له دوحې کابل ته راځي.