د اسرائیل هوايي ځواک د سوریې په خاوره کې ځيني هدفونه په نښه کړي
د اسرائیل پوځ وايي، هوايي ځواک یې د سوریې په خاوره کې برید وکړ، څو له ایران سره تړلي وسله وال ځواکونه د اسرائیل په خاوره کې د بې پېلوټه الوتکې په وسیله برید ونه کړای شي.
په همدې حال کې د ایران له ملاتړه برخمن د لبنان د حزب الله مشرانو نن یکشنبه سهار وویل چې یوه اسرائیلي بې پېلوټه الوتکه په بیروت کې ولوېده او بله د حزب الله مرکزونو ته نږدې په هوا کې وچاودېده.
د اسرائیل جنګي جټ الوتکې پر له پسې د لبنان په فضا کې ګرځي او په ځلونو یې د لبنان د هوايي قلمرو له لارې په سوریې کې پر یو شمېر هدفونو حملې کړي دي.
د اسرائیل پوځ په سوریه کې برید سمدستي تأیید کړ او ویې ویل چې الوتکو یې د اسرائیل په شمال کې د ایران د قدس ځواک د بې پېلوټه الوتکو د حملې د مخنیوي لپاره یو شمېر هدفونه وویشتل.