یوه محکمه: پاکستان دې د کُلب هوشان سدهير پر اعدام بیا کتنه وکړي
د ملګرو ملتونو يوې وتلې محکمې پاکستان ته سپارښتنه وکړه، د هندوستان هغه متقاعد سمندري افسر ته د مرګ پر اعلان شوې سزا بيا کتنه وکړي چې د جاسوسۍ تور ورباندې لګول شوى دى.
د پاکستان پوځي محکمې په ٢٠١٧میلادي کال کې کُلب هوشان سدهير جادهاو (Kulbhushan Sudhir Jadhav) ته د مرګ په سزا محکوم کړ.
د مرګ دغه سزا مسئله په هندوستان کې د چارواکو او خلکو د غوسې سبب شوه.
هندوستان د عدالت نړيوالې محکمې ته عريضه وکړه او استدلال يې کړى چې پاکستان د جادهاو له حقونو سرغړونه کړې ده.
هند ويلي، پاکستان اجازه نهده ورکړې چې د هند د قونسلګرۍ چارواکي له دغه هندي وګړي سره وګوري.
پاکستان بيا وايي، له هندوستان د دوه اړخېز تړون له مخې مجبور نهدى، هغو کسانو ته چې د جاسوسۍ او ټرورېزم په شک نيول کېږي، ډيپلوماتيکه همکاري برابره کړي.
خو د عدالت نړيوالې محکمې پرون تأييد کړه چې پاکستان د ژنيف د کنوانسيون له مخې د جادهاو له حقونو سرغړونه کړې چې هندي ډيپلوماتانو ته يې اجازه نه ده ورکړې، له هغه سره وګوري.