ولسمشر غني د سعودي له ولیعهد سره پر سیمهییزو مسایلو غږیدلی
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د ترورېزم پر مبارزې او سیمهییزو مسایلو خبرې کړي.
ولسمشر غني په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بېګاه ماښام په ټيلیفون له ولیعهد سره وغږېد.
ولسمشر غني ویلي چې له سلمان سره یې پهدې ټیلیفوني مکالمه کې له ترورېزم سره پر مبارزې، امنیت، د افغانستان د توکو لپاره پر بازار موندنې او سیمهییز اتصال کې د سعودي پر رول خبرې کړي دي.
افغان حکومت تل له سعودي عربستانه د افغانستان د سولې او ثبات په پروسه کې د رول د ادا کولو غوښتنه کړې ده.
سعودي چې د اسلامي هېوادونو او د سیمې یو قدرت بلل کېږي، څو واره د افغانستان د سولې په تړاو کنفرانسونه دایر کړي.