طالبانو په تخار کې د یو خبریال د شکنجې خبرونه رد کړل
طالبانو هغه خبرونه رد کړل چې ګواکې د دوی لهخوا په تخار کې يو خبريال شکنجه شوی دی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي دي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ذبیحالله په نوم یوتن چې د ده په وینا په کور کې یې ناقانونه وسلې او پوځي تجهیزات ساتلي وو، د دوو ورځو لپاره بیولی و. خو ښاغلی کریمي وايي د هغه نیول کېدل د نوموړي له رسنیز فعالیت سره تړاو نه لاره. له دې مخکې د افغان ژورنالېستان مرکز ویلي و، چې د طالبانو استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیحالله نوري... Читать дальше...