میدان وردګ چارواکي: افغان ځواکونو د ټوپ دښتې له مرکزه شاتګ کړی
د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز میدان ښار کې د ټوپ په دښته کې له پروت تعلیمي مرکزه تکتیکي شاتګ کړی دی. د میدان وردګو ولایت امنیه قوماندان مصطفي مایار نن ناوخته (شنبه-د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) ازادي راډيو ته وویل چې له یاد مرکزه نن د ورځې په نیمايي کې تر جګړې وروسته افغان ځواکونو وتلي دي. دی وايي: "په خواشینۍ سره باید ووایم چې له یاد مرکزه زموږ نظامي قوتونو شاتګ کړی، فعلاً دښمن هم نه دی توانیدلی چې مرکز ته داخل شي، ځکه هوايي ځواکونه هلته موجود دي ، خو زموږ... Читать дальше...