پنټاګون: د ایران ورانکارۍ به د امریکا او اسرائیل د خبرو اجنډا کې شامله وي
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، په سیمه کې د ایران ورانکارۍ به سبا (پنجشنبه) د امریکا او اسرائیل د دفاع وزیرانو د خبرو په اجنډا کې شامله وي. د پنټاګون ویاند جان کربي پرون په یوه خبري غونډه کې وویل، د اسرائیل دفاع وزیر بني ګانتز به په واشنګټن کې د متحده ایالاتو له دفاع وزیر لوید استېن سره د منځني ختیځ د امنیت په اړه هم خبرې وکړي. ښاغلي کربي وویل چې دا لومړی ځل نهدی چې استېن له ګانتز سره خبرې کوي، تر دې وړاندې روانه اوونۍ هم دوی ټیلیفوني خبرې وکړې.