په صربیا کې پرون زرګونو کسانو د جمهور رئیس په ملاتړ لاریون وکړ
د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې پرون د اپرېل په نولسمه زرګونو کسانو د جمهور رئیس الکساندر وچیچ د ملاتړ لپاره لاریون وکړ.
له څو اوونیو راهیسې په بلګراد کې د جمهور رئیس وچیچ د حکومت په خلاف مظاهرې کېدې.
د بلګراد ښار مرکزي سیمې پولیسو بندې کړې وې.
د وچیچ ملاتړکوونکي د صربیا له مختلفو سیمو او حتی له ګاونډیو هېوادونو لکه بوسنیا او کوسوو په بسونو کې بلګراد ته لېږدول شوي وو.
په بلګراد کې دا لاریون کوونکي د پارلمان د ودانۍ مخې ته را غونډ شوي وو.
هليکوپټرو د ښار دا برخه څارله.
د الکساندر وچیچ مخالفان وايي چې په صربیا کې یې د ډموکراسۍ اصول کمزوري کړي دي.