څارنوال رابرټ مولر بیا هم ډونالډ ټرمپ ته برأت نه ورکوي
د امريکا د متحدو ايالتونو لوى څارنوال ويليم بار وايي، د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر تحقيقاتو چې د امريکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې په اړه وو، دا نهده تصديق کړې چې د ولسمشر ټرمپ کمپاين دې «توطئه يا د روسيې له حکومت سره جوړ جاړى کړي وي.»