یونېسف د هغو ۱۳ ملکيانو پر وژلو اندېښمنه ده چې ډیری یې ماشومان دي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف وایي، د هغو ۱۳ ملکي وګړو چې ډېری یې ماشومان دي او د نوروز په شپه په یوې هوایي حملې کې وژل شوي، سخته اندیښنه لري.
یونېسف پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغو کسانو وژل د بشر دوستۍ اصولو پر خلاف دي.
دغې ادارې په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د ماشومان خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دوی لومړنۍ موندنې ښیې د جمعې په شپه په کندز ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ۱۳ ملکي کسان ووژل شول چې لس تنه یې ماشومان وو.
خو په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند د یکشنبې په ورځ په یوه ایمیل کې ازادي راډیو ته ولیکل چې په کندز کې د ملکي تلفاتو د دې ادعا په اړه تحقیق کوي.