رستمي: د کرنې وزارت بزګرانو ته نوي ماشینونه ورکوي
د افغانستان د کرنې وزارت وايي، سږ کال به د بزګرانو د ستونزو هواري لپاره نوي ماشینونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وويل چې دغه ماشینونه د اوبو مصرف کموي او د کرنې له عصری کولو سره مرسته کوي.
د نوموړي په خبره، د دې تر څنګ د محصولاتو د کچې د لوړولو په هدف سږ کال د اصلاح شویو تخمونو د وېش کچه هم ۵۰ سلنه زیاتېږي.
دغه وزارت وايي، سږ کال د اوبو د کنټرول او د سرچینو د بیا چارجولو پهپار یو میلیارد افغانۍ په پام کې نیول شوي چې دا د بزګرانو د محصولاتو د ودې او اقتصادي پراختیا په برخه کې رغنده رول لري.