له پاکستانه د افغان کډوالو داوطلبانه راستنېدنه ۳ میاشتې ځنډېدلې
د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه په داوطلبانه توګه د ملګرو ملتونو له لارې د افغانانانو د بېرته راستنېدو پروسه د ژمي په اوږدو کې د درېیو مياشتو لپاره ځنډېدلې ده.
د دې وزارت وياند اسلام الدين جرأت د جمعې په ماښام ازادي راډيو ته وويل چې پر دې سربېره هره ورځ یو شمېر افغانان هم له پاکستانه او هم له ایرانه بېرته هېواد ته راستنېږي.
ده زياته کړه:
"له پاکستانه په داوطلبانه توګه د بېرته راستنېدو پروسه د درېیو مياشتو لپاره ځنډېدلې ده چې د زمري د مياشتې تر پایه به دا پروسه پیل شي، خو له ایرانه هره ورځ له دوه زره او شپږ سوو تر درېیو زرو پورې افغانان بېرته هېواد ته راستنېږي او له پاکستانه هم هره ورځ اووه سوه کسان بېرته راستنېږي."
د ښاغلي جرأت په وینا، د ۲۰۱۸ میلادي کال پر مهال له پاکستان، ایران، ترکیې، عربي او اروپايي هېوادونو څخه د بېرته راستنو شویو افغانانو شمېر اووه لکه، ۹۰ زره، درې سوه او یو کسانو ته رسېږي.