د ټرمپ شخصي مدافع وکیل مایکل کوهن به نن محکوم کړای شي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصي مدافع وکیل مایکل کوهن به نن محکوم کړای شي.
کوهن ډېر وخت د ټرمپ وکالت کړی دی.
مایکل کوهن د ټکس، بانکي چل ول او مالي جرایمو په خاطر مجرم پیژندل شوی چې تر ډېره به په خپله ولسمشر ټرمپ هم پهکې راښکېل کړي.
یو امریکايي قاضي به نن د ورځې په اوږدو کې پرېکړه وکړي چې د مایکل کوهن په اړه نرمښت اختیاروي که کلونو بند ته یې اچوي.
په کوهن دا تور هم دی چې له روسیې سره یې امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخوانیو تجارتونو په اړه کانګرس ته درواغ ویلي.
څارنوالانو چې د کوهین د بندي کولو غوښتنه کړې ویلي چې دی له پلټونکو سره په همکارۍ کې هم پاتې راغلی.
اخوا د امریکا د ملي امنیت د لومړني سلاکار مایکل فلین وکیلانو له قاضي غوښتي چې د فدرال اجنټانو په اړه په پرېکړه کې له نرمښت کار واخلي.