حاجي اغا: د افغانستان او پاکستان د سوداګریزې لارې ستونزه حل شوه
د افغانستان د متشبیثینو عالي بورډ وایي، د دغه هېواد او پاکستان تر منځ د سوداګریزې لارې ستونزه حل شوه.
د یاد بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ځینو سیاسي لاملونو له امله دغه لار پنځه ورځې تړل شوې وه چې افغانستان ته یې په لسګونه زره افغانۍ زیان رسولی دی.
د نوموړي په وینا د سې شنبه په ورځ په پاکستان کې د افغان سفیر عاطف مشعل او د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایع وزارت له لوري پاکستان سره په ګډه ناسته کې دا ستونزه حل کړه.
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ د معلوماتو له مخې، له نن سهار پیل تر دې دمه پاکستان ته د لارې خلاصېدو نه وروسته له پنځوس تر شپېتو موټر رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال له افغانستانه د نړۍ نورو هېوادونو تر څنګ پاکستان ته هم په لسګونو ټنه وچې او تازه ميوې صادریږي.