د CNN خبريال جيم اکوستا بېرته مطبوعاتي اعتبارليک تر لاسه کوي
د امريکا يوه فډرال قاضي سپينې ماڼۍ ته سپارښتنه کړې چې د CNN ټلويزيوني شبکې خبريال جيم اکوستا ته بېرته مطبوعاتي اعتبارليک ورکړي.
قاضي تيموثي کيلې پرون دغه لنډمهاله حکم ورکړ چې له مخې يې د ټرمپ له ادارې غوښتل شوي، اوکوستا ته چې له سپينې ماڼۍ يې راپورونه ورکول، بېرته اجازه ورکړي چې سم د لاسه سپينې ماڼۍ ته د راپور ورکولو لپاره د داخلېدو جواز ولري.
د ټرمپ ادارې ويلي چې د قاضي حکم به ومني او اکوستا ته به د لنډې مودې لپاره سپينې ماڼۍ ته د داخلېدو مطبوعاتي اعتبارليک ورکړي.
د CNN او د دې شبکې د خبريال جيم اکوستا مدافع وکيل تيودور بَوتروس پرون په واشنګټن کې په دې اړه خبريالانو ته وويل:
"موږ نن پر دغه حکم ډېر زيات خوشحال يوو، دا د اساسي قانون لومړي تعديل او ژورنالېزم ته يوه ستره ورځ ده، موږ خوشحال يوو چې ښاغلى جيم اکوستا به وکړاى شي چې بېرته خپل مطبوعاتي کارد ولري او د سپينې ماڼۍ په اړه به د خبرونو راپور ورکوي."
سپينې ماڼۍ وروسته له هغې د جيم اکوستا اعتبارليک وځنډاوه چې نوموړي ٩ ورځې مخکې د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لفظي شخړه وکړه.
د سپينې ماڼۍ وياندې سارا ساندرز ښاغلى اکوستا تورن کړ چې د سپينې ماڼۍ يوې کارکوونکې يې په کشولو کشولو د مايکروفون له سپارلو ډډه کوله.
په خپله CNN د سپينې ماڼۍ له خوا د دوى د خبريال د مطبوعاتي اعتبارليک پر ځنډولو محکمې ته شکايت وکړ او ويې ويل چې دا اقدام له اساسي قانون سره چې د مطبوعاتي ازادي پکې تضمين شوې، سرغړونه ده.