جاوید: د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنیوي نوې ستراتیژي جوړه شوې
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګر کې يې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړې ده.
د دغه وزارت وياند غفور احمد جاوېد ازادي راډيو ته وويل:
"پر دې ستراتیژۍ له تېرو دوو درېیو میاشتو راهیسې کار پیل شوی دی، په ځینو سیمو کې یو شمېر کوچنۍ پوستې چې ستراتیژیک اهمیت یې نه درلود، هغې سیمې ته نېږدې په بل ځای کې په بېس بدلې شوي، لوی بیسونه څو ګټې لري، یو دا چې ریزرف قوتونه به ولرو، بل تهاجمي عملیات به زیات شي او ترڅنګ یې موږ په خپل وخت ملاتړ کولای شو او د کومانډو او د هوايي ځواکونو عملیات کولای شو."
تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يوه مطلب کې ليکلي وو چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان څه باندې ۲۸ زره پولیس او د پوځ سرتېري وژل شوي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه، يوازې د نوامبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له مخې هره ورځ ۲۵ افغان سرتېري چې په اوونۍ کې ۱۷۵ تنه کېږي، وژل کېږي.