سپاه پاسدران: د اهواز ښار د مرګوني برید اصلي طراح مو وژلی
د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو اعلان وکړ چې د اهواز ښار د مرګوني برید اصلي طراح یې وژلی دی.
سپاه پاسداران ځواک په یوه بیان کې ویلي چې د ابو ضحی په نوم یو کس چې د داعش ډلې قوماندان او د اهواز د برید اصلي طراح و، د سې شنبې په ورځ له درېیو نورو کسانو سره یو ځای د عراق په شمال ختیځ کې وژل شوی.
د ایران په اهواز ښار کې تېره میاشت لږ تر لږه پنځو کسانو چې پوځي دریشۍ یې په تن وې، په یوه پوځي پرېډ برید وکړ او ۲۴ کسان یې ووژل.
داعش یا اسلامي دولت ډلې او د ایران په خوزستان کې د عربو جلا غوښتونکې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه اخیستی و.
د ایران قضائیه قوې ویلي چې له یوولسو پوځیانو هم د برید د مخنیوي په برخه کې د غفلت په خاطر پوښتنې روانې دي.