د چمن- سپين بولدک له لارې د مېوو صادرات بېرته پیل شول
د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن- سپين بولدک د لارې له خلاصېدو سره پاکستان ته د هېواد له جنوبي زونه د مېوو صادرات بېرته پیل شول.
د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن جهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغې لارې د بندېدو له امله په کندهار ښار کې د بېلابېلو وارداتي توکو بیې لوړې شوې وې.
د چمن- سپين بولدک لار درې ورځې وړاندې د پاکستاني ملېشو او افغان ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته تړل شوې وه چې دواړو غاړو ته یې مسافر او په تازه مېوو بار سلګونه موټر بند پاتې وو.