ازادې اروپا، ازادي راډیو د اروپا د محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ
ازادې اروپا، ازادي راډیو د خپلې خبریالې ناتالیا سیدلیڅکا په قضیه کې د اروپا د بشري حقونو د محکمې د پرېکړې هرکلی وکړ.
د اروپا د بشري حقونو محکمې د سې شنبې په ورځ د اوکراین له حکومته وغوښتل چې دا ډاډ ترلاسه کړي چې چارواکي د سیدلیڅکا د ټیلیفون معلومات ترلاسه نهکړي.
د ازادې اروپا، ازادي راډیو عمومي مشر توماس کېنټ پرون په یوه بیان کې دا پرېکړه یو مخ موجه وبلله.
توماس کېنټ زیاته کړه چې دا د خبریال حق دی چې ازاد اطلاعات له سانسوره پرته ترلاسه کړي.
د اګسټ په ۲۷مه د کیف یوې محکمې د لویې څارنوالۍ له غوښتنې سره سم تحقیق کوونکو ته اجازه ورکړه چې د سیدلیڅکا د شخصي ټیلیفون ټول معلومات د ۲۰۱۶ کال د جولای له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۷ کال د نومبر تر ۳۰مې وپلټي.
له دې سره دې قضیې یو جنایي اړخ خپل کړ چې کومو چارواکو د دولت رازونه له خبریالې سره شریک کړي دي.
سیدلیڅکا د اداري فساد پر ضد د ازادې اروپا د یوې ټلویزیوني خپرونې کوربنه ده.