نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګلهدېش ټیم سره مسابقه کوي
په متحده عربي اماراتو کې نن د اسیا د کرکټ جام لوبو په ترڅ کې د افغانستان ملي لوبډله د بنګلهدېش له ملي ټیم سره مسابقه کوي.
دا لوبه په ابوظبي کې د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو پیلېږي.
تر دې مخکې افغانستان په خپل ګروپ کې سریلانکا ته ماتې ورکړه او بنګلهدېش هم سریلانکا ته ماتې ورکړې ده.
د ننۍ لوبې ګټونکی به د خپل ګروپ سر ته وځي او د بل ګروپ له دوهم ټیم، پاکستان سره به لوبه کوي.
هند پرون پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.
د دوی له ګروپ څخه هانګ کانګ اوټ شوی.