لږ تر لږه دوه اعتراض کوونکي د عراق په جنوب کې ووژل شول
لږ تر لږه دوه اعتراض کوونکي پرون شنبه هغه مهال د عراق په جنوب کې ووژل شول چې په خپل هېواد کې یې د اقتصادي تنګسې او فساد پر ضد احتجاج کاوه.
اعتراض کوونکو د خپلو مظاهرو په شپږمه ورځ په کربلا کې د ولایت پر ودانۍ حمله وکړه او په نجف ښار کې یې پر هوايي ډګر هجوم ور وړ چې له کبله یې هوايي ترافیک په ټپه ودرېد.
دا مظاهرې د بصرې له بندري ښاره پیل شوې او نورو سیمو ته وغځېدې.
پرون په اماره ښار کې دوه تنه مظاهره چیان ووژل شول. تردې وړاندې یو تن وژل شوی و.