افغان حکومت پاکستان کې وروستي تروریستي بریدونه غندلي دي
افغان حکومت د پاکستان په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وروستي تروریستي بریدونه غندلي دي.
له ارګه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي:
"د افغانستان خلک او حکومت په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې په وروستیو تروریستي پېښو کې د یو شمېر وګړو د وژل کېدو له امله د یادو ایالتونو خلکو په ځانګړي ډول د تروریستي پېښو قربانیانو ته خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي."
د ارګ خبرپاڼه کې په سعودي عربستان کې د دیني عالمانو پریکړې ته په اشارې ویل شوي:
" د اسلامي نړۍ علماوو په سعودي عربستان کې د یوې متفقې اجماع له لارې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او تاوتریخوالي غندلي، هر عمل چې د هرې ډلې لهخوا د عامو وګړو د وینې تویونې او وژنې لامل شي، عملاً د اسلامي نړۍ د علماوو له فتوا سره په ټکر کې دی."
د ارګ په خبرپاڼه کې یو ځل بیا له توپیر پرته د ترهګرۍ پر ضد پر سیمهییزه مبارزه ټینګار شوی دی.
په تېرو پنځو ورځو کې د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې پر انتخاباتي غونډو پرلهپسې چاودنو تر یو نیم سلو زیات کسان وژلي او لسکونه نور یې ټپیان کړي.