چارواکي: په بدخشان کې د وسله والو بریدون په شا تمبول شوي
د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه په ارغنج خوا ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفانو ډله ییز بریدونه په شا تمبولي دي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ادعا کوي چې ګڼ شمېر وسله وال په کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.