د افغانستان او عربستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل کېږي
تمه ده چې تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې د افغانستان او عربستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانيستل.
د بانکدارۍ په چارو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مشاوریت د عامه اړیکو مسؤل سمیر رسا نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د ياد دهلېز د هوکړه لیک ټولې چارې بشپړې شوي او راتلونکې اوونۍ به ۵۰۰ کیلوګرامه زعفران د هوايي دهلېز له لارې عربستان ته انتقال شي.
افغانستان څه موده وړاندې له ترکیې او تېر کال له هندوستان سره هم هوايي دهلېزونه پرانيستل.
اوسمهال افغانستان په کلني ډول نېږدې ۸۰۰ میليونه ډالرو په ارزښت صادرات او د ۶ میلیاردو ډالرو په ارزښت واردات لري.