د لیلې دښتې اوسېدونکي وايي، زرګونه څاروي یې له منځه تللي
د جوزجان ولایت د لیلې دښتې د اوسېدونکو زرګونه څاروي چې د وچکالۍ له کبله یې نورو سیمو ته بيول، د واورو او ږلۍ د ورېدو له کبله له منځه تللي.
د لیلې دښتې اوسېدونکي وايي چې د دوی شااوخوا ۲۰ زره څاروي د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په قره خَوال، میرزا ولنګ او څو نورو سیمو کې له منځه تللي.
د لیلي دښتې اوسېدونکي غلام قریه دار چې ګڼ شمېر څاروي یې مړه شوي، له ازادي راډیو سره په یوه ټيليفوني تماس کې د دې پېښې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل:
"زموږ ۲۰ زره وري د واورو او اوریا لاندې شول، ۲۸۴ او حتی له دې زیات زما مړه شول، ټول تر واورې او اوریا لاندې پاتې وو."
زیانمن مالداران له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي، خو د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د پېښې په اړه بې خبري وښوده او ازادي راډیو ته یې وویل چې قره خَوال او میرزا ولنګ سیمې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي او دوی له زیانمنو سره هېڅ راز مرسته نشي کولای.
دا په داسې حال کې ده چې له لیلې دښتې او شاوخوا سیمو څخه له نېږدې یوې اوونۍ راهیسې زرګونه څاروي د اوبو د نشتوالي او د څړځایونو د وچېدو له کبله، په لویو موټرو کې د خرڅلاو لپاره کابل او نورو لویو ښارونو ته انتقالېږي.
اخوا د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر وايي، د مالدارانو د څارویو د مړینې د ختمولو لپاره یې یو دوه میاشتنی بېړنی پلان جوړ کړی دی.
نصیراحمد دراني د دې پلان په اړه پرون هغې غونډې ته معلومات ورکړل چې د وچکالۍ له کبله د مالدارانو او کوچیانو د ستونزو په اړه د بحث په مقصد د ولسمشر اشرف غني په ګډون په ارګ کې جوړه شوې وه. ارګ په یوه بیان کې د ښاغلي دراني له قوله لیکي چې نوموړی وايي، که اړتیا وي، نو دا پلان تر نهو میاشتو پورې هم تمدیدېدای شي.
د کرنې وزیر د بودجې او تخصیص، د حیواني خوړو د برابرولو لپاره د تدارکاتو د بهیر د اسانه کولو او د اړتیا په صورت کې له ترکمنستان او تاجکستان څخه د څارویو د خوړو د موادو د واردولو په اړه یولړ وړاندیزونه هم وړاندې کړل.
د جمهوري ریاست بیان زیاتوي چې ولسمشرغني د څارویو لپاره د وښو او خوراکي موادو د عادلانه وېش پر بهیر د ولسي تړون د سیمه يیزو شوراګانو او د بېړنیو حالاتو د ولایتي کمېټو د ګډې څارنې پر اړتیا هم ټینګار وکړ.